د طالبانو د اطلاعاتو وزیر په پروان کې شاعرانو ته خبرداری ورکړی

شیراحمد حقاني، چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر دی، د پروان ولايت په «د ګل ارغوان مشاعره» کې ويلي، شاعران بايد «هر ډول موضوع» په خپلو شعرونو کې رانۀ ولي او د دوی شعرونه بايد د دې ادارې د ارزښتونو په چوکاټ کې وي. د رسمي خبرپاڼې له مخې هغه ټينګار کړی چې د طالبانو د ادارې د فعاليتونو او نظرونو انعکاس د شاعرانو له مسووليتونو څخه ګڼل کېږي.
د دې وزارت معين، عتیقالله عزيزي، هم ويلي چې شاعران بايد «د دغه نظام لاسته راوړنې او د شهيدانو فداکارۍ» په شعرونو کې بيان کړي او د طالبانو د جنګي او انتحاري ځواکونو په اړه شعرونه ووايي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستيو مياشتو کې پر فرهنګي او هنري فعاليتونو پراخ محدوديتونه لګول شوي دي.
د ګل ارغوان جشن چې له يوې لسيزې زياته مخينه لري، هر کال د پسرلي په موسم کې د پروان په ارغندي غونډۍ کې تر سره کېده؛ خو د طالبانو اداره يې نوم «د ګل ارغوان مشاعره» ته بدل کړی دی. دا وزارت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون د پلي کولو او د ژوندي مخلوق د انځور د خپرېدو د بنديز له امله، يوازې د پروګرام د سټېج انځور خپور کړی دی.
سربېره پر دې، د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده تېر کال د سنبلې په لومړیو کې «د مشاعرو د تنظيم قانون» توشيح کړی و؛ هغه قانون چې د عاشقانه شعرونو، د معشوق ستاينې او د مشر د پرېکړو او فرمانونو د نيوکې ليکل بندوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه قانون د پلي کوونکي ارګان په توګه ټاکل شوی، يو اقدام چې د ډېرو فرهنګي کسانو په اند د بيان ازادي او ادبي خلاقيت لا محدود کړي دي.




