طالبان: له پاکستانه د جعلي درملو واردات د سرطان ناروغیو زیاتېدو لامل شوی

د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت د روغتیا برخې مسؤلین وایي، له پاکستانه افغانستان ته د جعلي او بېکیفیته درملو واردات د هېواد د وګړو پر روغتیا جدي اغېز کړی او د خطرناکو ناروغیو، په ځانګړي ډول د سرطان د زیاتوالي لامل شوی دی.
محمد طاهر احرار، چې د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت د لوی درستیز د روغتیا قومندان دی، یوې رسنۍ ته ویلي، دغه درمل نه یوازې درملنیز اغېز نه لري، بلکې مستقیم د ناروغانو روغتیا ته زیان رسوي او د مزمنو او خطرناکو ناروغیو د رامنځته کولو زمینه برابروي. د هغه په وینا، تر دې دمه لږ تر لږه ۲۲ ډوله جعلي پاکستاني درمل پیژندل شوي چې په افغانستان کې پلورل کېږي.
احرار دا نهدي څرګنده کړې چې دغه درمل له خوا جعلي شوي، یعنې دا چې دا جعل د پاکستاني تولیدوونکو شرکتونو له خوا شوی که د افغان واردوونکو له خوا بېکیفیته درمل هېواد ته راوړل شوي دي. سره له دې، هغه ټینګار کړی چې دغه درمل نه یوازې د درملنې پر وړاندې د ناروغیو مقاومت زیاتوي، بلکې د سرطان ناروغیو د خپرېدو یو مهم لامل بلل کېږي.
یاد روغتیایي چارواکی له پاکستانه د جعلي درملو واردات د نړیوالو بشردوستانه اصولو څرګند نقض بللی او له داخلي مسؤلو ادارو او نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې جدي څېړنې وکړي او د افغان وګړو د روغتیا د خونديتوب لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې وړاندې، د طالبانو ادارې اقتصادي مرستیال هم ویلي وو چې د پاکستاني بېکیفیته او جعلي درملو د وارداتو د مخنیوي لپاره اقدامات شوي دي. د دغه پرېکړې له مخې، له پاکستانه پر واردېدونکو درملو محدودیتونه لګول شوي او د دغې ادارې د مالیې وزارت ته سپارښتنه شوې چې له یوې ټاکلې مودې وروسته دې د یادو درملو ګمرک او واردات بند کړي. سره له دې، لا هم د یادې پرېکړې د عملي کېدو او اغېزمن نظارت په اړه اندېښنې شته.




