طالبانو له ایران سره د ستراتیژیک شریک پر ځای د جبري ګاونډي په سترګه ګوري

د تهران له لوري د افغانستان په اړه جوړ شوي سیمهییز کنفرانس ته د طالبانو نه ورتګ، شاید په لومړي نظر کې یو عادي اداري پرېکړه یا شکلي اختلاف وګڼل شي، خو دا عمل د طالبانو له نظره د ایران رول ته ژور پیغام لري. دا غیابت یواځې بېتوپیري نه ده؛ بلکې د یوې هوښیارې محاسبې نښه ده: طالبان نه غواړي چې ایران د افغانستان د سیمهیيزو تعاملاتو اصلي کانال شي او خپل سیاسي وزن د افغانستان د مسئلې په قضیه کې ډېر کړي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، خپله بهرنۍ پالیسي دایمي ائتلافونو پر ځای، پر سیالو، تاکتیکي او کنټرولېدونکو اړیکو بنا کړې ده. په دې چوکاټ کې، ایران د طالبانو لپاره یواځې یو ناگزیر ګاونډی ګڼل کېږي، نه یو ستراتیژيک شریک.
د طالبانو په منطقي محاسبه کې، د ایران د محوري لوبغاړي په توګه د بدلېدو امکان ناوړه پایلې درلودلای شي. دا حالت یعنې د یو داسې لوبغاړي رول غښتلی کېدل چې مشخص اجنډا لري، سیمهییز رقیبان لري او هممهاله د نړیوالو بندیزونو تر فشار لاندې دی. طالبان پوهېږي چې له ایران سره ډېر نږدې کېدل کولای شي نور مهم لوبغاړي لکه پاکستان (چې د طالبانو د سیاسي او امنیتي نفوذ یو مهم کانال پاتې دی)، عرب هېوادونه او حتی چین هم حساس کړي، ځکه چې له چین سره د طالبانو اقتصادي او پانګواله اړیکې ډېر اهمیت لري.
بلخوا، طالبان هڅه کوي چې د سیاسي خپلواکۍ تصویر وړاندې کړي؛ دا خپلواکي د طالبانو په سیاسی گفتمان کې د دوی د کورني او سیمهییز مشروعیت یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. ایران ته د محوري رول منل، د طالبانو له نظره، یعنې د تهران د بهرنۍ پالیسي د دایرې برخه کېدل، چې دا د طالبانو د “خپلواک او ناپېیلی حاکمیت” له روایت سره اړخ نه لګوي. له همدې امله، طالبانو ته غوره ده چې خپله سیمهییزه تعامل پراګنده او څوکاناله وساتي او پرېنهږدي چې هېڅ هېواد، حتی مهم ګاونډی لکه ایران، د افغانستان د خبرواتو اصلي دروازه شي.
طالبانو ته د نورو محورونو انتخاب هم په همدې چوکاټ کې قابل درک دی. پاکستان د طالبانو تاریخي او امنیتي شریک دی، قطر د سیاسي او دیپلوماتیک منځګړیتوب رول لري او چین د یوه عملمحور لوبغاړي په توګه – چې ایدیولوژیک او بشري مسائلو کې جدي مداخله نه لري – اقتصادي او پانګوال ظرفیت لري. د دې انتخابونو تر څنګ، ایران نه کولای شي د طالبانو نړیوال مشروعیت تضمین کړي او نه هم لازم اقتصادي قدرت لري چې د اصلي ملاتړي رول ولوبوي. پر ځای یې، له ایران سره اړیکه یو لړ غوښتنې او حساسیتونه لري چې طالبان غواړي دا یې په کمه سطحه اداره کړي.
د طالبانو غيابت له تهران کنفرانسه، یو ډول نرمه ډیپلوماتیکه “نه” ده، چې ایران ته د افغانستان په قضیه کې د رول زیاتولو هڅې ردوي. دا رویه ښيي چې طالبان غواړي د افغانستان د سیاسي تعامل ابتکار خپل لاس کې وساتي او پرېنهږدي چې نور هېوادونه د تعامل چارچوب تعریف کړي. سره له دې، دا غیابت د ایران سره د اړیکو پرېکون یا ښکاره تقابل نه دی؛ بلکې دا یو محاسبهشوی فاصله ساتل دي، چې له مخې یې اړیکې ساتل کېږي، خو د ژورښت او ستراتیژیک کېدو مخه نیول کېږي.
په پای کې، د ایران او طالبانو اړیکې باید د همکارۍ او بېباورۍ ترمنځ په خړ رنګ سیمه کې تحلیل شي. طالبان ایران ته اړتیا لري، خو نه د ستراتیژیک شریک په توګه. ایران هم د افغانستان ثبات او له حاکمینو سره تعامل ته اړتیا لري، خو له جدي محدودیتونو سره مخ دی. تر څو چې دا معادله بدلون ونهمومي، د ایران په کوربتوب مهمو سیمهیېزو غونډو ته د طالبانو نه ورتګ به دوام ولري؛ دا ډول چلندونه چې زیاتره د بهرني سیاست د یخو، محاسبهشویو او محتاطانه منطق څرګندوي، نه د بحراني وضعیت.




