سياستمهم خبرونه

په مسکو کې د طالبانو او ازبکستان د استازو کتنه ترسره شوه

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان سفارت په مسکو کې اعلان کړی چې مولوي گل حسن حسن، چې په روسیه کې د دې ادارې استازی دی، له باتورجان ذاکروویچ اسدوف، د ازبکستان سفیر سره لیدلي او دواړو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د دې لیدنې تمرکز پر اقتصادي همکاریو، د ترانزیتي موضوعاتو او د کابل او تاشکند ترمنځ سیمه‌ییزو تعاملاتو باندې وو.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د ګډو همکاریو په پیاوړتیا او د اړیکو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی. ازبکستان د منځنۍ آسیا له مهمو هېوادونو څخه بلل کېږي چې په وروستیو کلونو کې یې د ترانزیت او انرژۍ په برخه کې له افغانستان سره تعامل درلودی.

په دې لیدنه کې همدارنګه یادونه شوې چې د افغانستان وضعیت باید د «واقعي شرایطو او مثبت لیدلوري» پر بنسټ وارزول شي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره له خپلې واکمنۍ وروسته لا هم د ډېرو هېوادونو له‌خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې، او له دې ادارې سره ډیپلوماټیکې اړیکې تر ډېره د کاري او محدودې بڼې لري.

کارپوهان باور لري چې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اقتصادي او ترانزیتي اړیکو پراخېدل کولای شي د افغانستان د خلکو پر معیشت اغېز ولري، خو د دغو همکاریو دوامدار تحقق د سیاسي ثبات، د ادارو د شفافیت او په سیمه‌ییز او نړیوال کچه د اعتماد د رامنځته کولو اړتیا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button