مجاهد: د طالبانو او امريکا تر منځ د بنديانو د تبادلې خبرې روانې دي

د سيبياېس نيوز د راپور له مخې، د طالبانو د ادارې وياند ذبيحالله مجاهد ويلي چې د دغه ډلې او د امريکا د متحدو ايالتونو تر منځ د بنديانو د تبادلې خبرې لا هم روانې دي.
د مجاهد په وينا، دا مذاکرات بايد يوې «څرګندې پايلې» او وروستي توافق ته ورسېږي څو د دواړو لورو د بنديانو ازادي تضمين شي. نوموړي ټينګار کړی چې د طالبانو اداره غواړي دا بهیر په يو واضح او نهايي تړون پای ته ورسېږي.
د طالبانو د ادارې وياند همدارنګه تاييد کړې چې يو امريکايي تبعه په نوم د دېنيس کويل شاوخوا يوه کال وړاندې د دې ډلې له لوري نيول شوی او تر اوسه د هغه د تبادلې په اړه کوم توافق نهدی شوی. د نوموړي د حقوقي حالت يا د ساتنې د ځای په اړه نور جزئيات نهدي ورکړل شوي.
مجاهد د هغو طالب غړو يادونه هم وکړه چې په امريکا کې بنديان دي، او ويې ويل چې د هغوی برخليک د نورو بنديانو په څېر دی، او د هغوی د کورنيو له کړاوونو يې يادونه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د شفاف قضايي بهیر پرته د بنديانو ساتنه تل د بشري حقونو د بنسټونو له لوري تر نيوکو لاندې ده او د طالبانو د ادارې د بشري اصولو او نړيوالې مسئوليتپذيرۍ په اړه پوښتنې راپورته کوي.



