طالبانو د یونیسف د مرستو اړو کسانو احصایه مبالغه بللې

د طالبانو د ادارې د اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وروستی راپور، چې په ۲۰۲۶ کال کې د ۲۱.۹ میلیونو کسانو د بشري مرستو اړتیا ښیي، مبالغهییز بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې یونیسف خبرداری ورکړی، نږدې نیمايي د افغانستان خلک، په ځانګړي ډول ماشومان، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
عبداللطیف نظری، د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، دغه اداره د بېوزلۍ د کمولو لپاره د کارموندنې پروژې پلي کوي او هڅه کوي د کورنیو د پېر ځواک لوړ کړي. نوموړي ټینګار کړی چې د کارموندنې پروګرامونه کولای شي د خلکو له بهرنۍ مرستې پورې تړاو راکم کړي.
خو یونیسف په خپل د جنورۍ میاشتني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا ولري، چې له هغوی څخه زیات تر ۱۱.۶ میلیونه ماشومان دي. د دې ادارې د وروستي ارزونې له مخې، د هغو کسانو شمېر چې له سختې خوړو کموالي سره مخ دي، له ۱۴.۸ میلیونو څخه ۱۷.۴ میلیونو ته لوړ شوی، او د هغو کسانو شمېر چې په “ډېر بحراني” حالت کې دي، له ۳.۱ میلیونو څخه ۴.۷ میلیونو ته رسېدلی دی.
د یونیسف ویاند په افغانستان کې، دنیل ټیمه، ویلي چې یوازې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په میاشت کې له ۴۶ زرو ډېرو ماشومانو چې په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو، بستر او غیر بستر ډول درملنه شوې ده. د نوموړي په وینا، تمه ده چې په روان کال کې نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان له پنځو کلونو کم عمره د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخ شي، چې شاوخوا څلورمه برخهیې د دې ناروغۍ په ډېره شدیده بڼه اخته کېدلای شي.
سره له دې چې د طالبانو اداره د کارموندنې د پروژو پر تطبیق ټینګار کوي، نړیوال بنسټونه لا هم د فقر او خوړو د نهامنۍ د پراختیا په اړه اندېښنه څرګندوي – داسې موضوع چې د احصایوي شفافیت او د عملي، سنجېدلو ګامونو اړتیا ښيي، څو د افغانستان د خلکو د ژوند وضعیت ښه شي.




