د طالبانو د مخدره موادو د مبارزې معین د ملګرو ملتونو له چارواکو سره وکتل

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو د مبارزې معین په کابل کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د ادارې له رئيس او د يادې ادارې له سيمهييز رئيس سره وکتل او خبرې يې وکړې. د دې ملاقات د بحث اصلي موضوع د مخدره موادو د کر، قاچاق او اعتياد پر ضد مبارزه وه.
په دې ناسته کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو د مبارزې معین ادعا وکړه چې د مخدره موادو مخنيوی د طالبانو د ادارې له اساسي لومړيتوبونو څخه دی او له دې سره سره چې امکانات محدود دي، په توليد د مهار او د معتادانو د درملنې په برخه کې ځينې ګامونه اخيستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې خپلواکو بنسټونو څو ځل ويلي، د شفافيت نشتوالی او د دوامدارو برنامو نه شتون د دغو ادعاوو ارزونه سخته کړې ده.
هغه له ملګرو ملتونو وغوښتل څو د بديلو معیشتي فرصتونو په برابرولو کې له بزګرانو، په تېره بيا په هغو سيمو کې چې د مخدره موادو له کر څخه اغېزمنې دي، پراخه همکاري وکړي او همدارنګه د معتادانو په ملاتړ کې مرسته زياته کړي. دا موضوع له کلونو راهيسې د افغانستان د مخدره موادو د مبارزې له اصلي ننګونو څخه ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د ادارې استازو د طالبانو د ادارې له هڅو مننه وکړه او د همکارۍ د دوام ټينګار يې وکړ. خو کارپوهان وايي، هره اغېزمنه همکاري هغه مهال ممکنه ده چې روښانه پاليسۍ، ځوابويونه او د طالبانو د پرېکړو ټولنيزو پايلو ته پاملرنه موجوده وي.




