د طالبانو د ادارې د پاکستان له کړکېچ په اړه له ترکيې، قطر او سعودي عربستان سره سلا مشورې

د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال، ذاكر جلالي، ويلي چې د وروستيو تحولاتو له امله له امنيتي او دفاعي تدابيرو سره هممهاله، ديپلوماتيکې هڅې هم په فعاله توګه دوام لري. هغه زياته کړه چې د دې ادارې ديپلوماتيک نظام د «ملي ګټو او امنيت» د ساتنې لپاره له ټولو مشروع او مسؤلانه وسيلو همغږي ګټه اخلي.
د جلالي په وينا، د همدې چوکاټ په ترڅ کې نن د «ملګرو او همکارانو» يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره، چې په کې د ترکيې جمهوريت، د قطر دولت او د سعودي عربستان پادشاهي شامله ده، مفصلې مشورتي خبرې ترسره شوي دي. ده زياته کړه چې په دغو تماسونو کې د طالبانو ادارې رسمي دريځ او هغه چې ده ورته «اوسني حقايق» ويل، له دې هېوادونو سره شريک شوي دي.
د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال دا هم ويلي چې ياد هېوادونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو په بهير کې د منځګړتوب رول لوبولی او خپلې هڅې يې دوام ورکړې دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د وروستيو مياشتو په ترڅ کې د کابل او اسلاماباد اړيکې له ځينو کړکېچونو سره مخ شوې دي او د ديپلوماتيکو سلا مشورو دوام کولای شي د اختلافاتو د کمېدو او د کړکېچونو د زياتېدو د مخنيوي لامل شي.




