اقتصادمهم خبرونه

طالبانو د ایکو په ناسته کې د ترانزيټي همکارۍ چمتووالی اعلان کړ

د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د سوداګرۍ وزیرانو پنځمه ناسته چې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شوې وه، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی وویل چې افغانستان د سیمه‌ییزو سوداګریزو او ترانزيټي پروژو لپاره د لا فعالې همکارۍ چمتووالی لري.

د یاد وزارت د مطبوعاتي دفتر له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي چې دا ناسته د غړو هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو په ګډون ترسره شوې وه، او اصلي محور یې د اقتصادي همکاریو پراخول، سیمه‌ییزه سوداګري او ګډو پروګرامونو پیاوړتیا وه.

تر اصلي ناستې وړاندې، د غړو هېوادونو لوړپوړو کارپوهانو دوه ورځې د سوداګریز اسانتیاو، ګمرکي چارو، پانګونې او د سوداګریزو هوکړو د بیاکتنې پر موضوعاتو مشورې او خبرې وکړې، چې پایلې یې د وزیرانو په ناسته کې وړاندې شوې.

عزیزی د خپلې وینا پر مهال، د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې، دغه هېواد د مهم سیمه‌ییز ترانزیټي څلورلاري په توګه یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې افغانستان غواړي په سیمه‌ییزو پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي.

په دې ناسته کې، مهم اسناد لکه د ایکوتا سوداګریزې هوکړې د تعديل ستراتیژي، د سوداګرۍ اسانتیا سند، د غړو هېوادونو ترمنځ د آزادې سوداګرۍ نقشه‌لار، او د ۲۰۲۶ نه تر ۲۰۳۵ پورې د ایکو لس کلن پراختیايي لید لوری، تصویب شول.

کارپوهان باور لري چې د دې پروګرامونو تصویب به د ګمرکي خنډونو په کمولو، د آزادې سوداګرۍ په پراختیا او د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. دغه راز، افغانستان وتوانېد چې د ترانزیټ پراخوالي، د سوداګرۍ اسانتیا او بهرنیو پانګونو د جذب لپاره د غړو هېوادونو ملاتړ هم تر لاسه کړي.

عزیزی همداراز د ایکو له سازمانه وغوښتل چې د سوداګرۍ د وزیرانو راتلونکې ناسته دې په کابل کې وشي او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د دې سیمه‌ییزې ناستې د کوربه‌توب لپاره بشپړه چمتووالی لري.

که څه هم طالبان هڅه کوي چې د دې ډول ناستو له لارې سیمه‌ییزه مشروعیت ترلاسه کړي، خو د شفافیت نشتوالی او د حساب ورکولو وړ حکومتي جوړښت نه‌شتوالی د افغانستان د اجرایي وړتیا او په دې بهیرونو کې د اغېزمنې ونډې په اړه جدي پوښتنې را ولاړوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button