د طالبانو تازه ګواښ: د پښور او کوټې ښارونه د برید هدف ګرځول شوي

د طالبانو د ادارې د شمال ختیځ زون د پوځي محکمې رئیس شیخ عبدالهادي همت ویلي، که د طالبانو مشرتابه اجازه ورکړي، د دوی ځواکونه به د «دوهمې شپې» په موده کې د پاکستان په پښور او کوټه ښارونو کې حضور ومومي. همت دغه څرګندونې نن د کندز ولایت د دفاعي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې وکړې.
هغه په دې مراسمو کې ټینګار وکړ چې د «خلکو دفاع» او د «انتقام اخیستل» ځان ته شرعي فرض ګڼي. نوموړي پاکستان «بزدل دښمن» وباله او ادعا یې وکړه چې دغه هېواد په خپله تاریخي موده کې هېڅ جګړه نه ده ګتلې او تل یې د امریکا د رضایت لپاره پر افغانستان بریدونه ترسره کړي دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د طالبانو ادارې او د پاکستاني چارواکو تر منځ په وروستیو میاشتو کې لفظي ترینګلتیا زیاته شوې ده. د ښکاره پوځي ګواښونو مطرح کول کولی شي د سیمې د لا زیاتې بېثباتۍ اندېښنې زیاتې کړي.
یو شمېر سیاسي شنونکي باور لري چې دا ډول دریځونه د ترینګلتیا د راکمولو پر ځای د امنیتي وضعیت د لا پېچلي کېدو سبب کېدی شي او د دواړو لورو پر اړیکو منفي اغېز ولري. تر دې دمه د پاکستان حکومت له لوري د دغو څرګندونو په تړاو کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.




