د طالبانو د ادارې تازه ګواښ: د پاکستان پوځ به د هوايي بریدونو ځواب وویني

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې د پاکستان له لوري د پکتیکا او ننګرهار د ولایتونو په برخو د هوايي بریدونو وروسته، دغه اداره به د پاکستاني پوځیانو پر ضد غچ واخلي. نوموړي ویلي چې د دوی غبرګون به یوازې د پاکستان پر پوځ متمرکز وي.
مجاهد د «آریانا نیوز» سره په مرکه کې ادعا کړې چې پاکستان د خپلو مخالفانو پر وړاندې د «ناتوانۍ یا ماتې» له امله پر افغانستان برید کړی دی. د ده په وینا، دا اقدام د پاکستان د کورنیو ستونزو څخه د عامه افکارو د انحراف لپاره ترسره شوی دی.
د طالبانو د ادارې ویاند دا هم ویلي چې دوی ملکي وګړي نه په نښه کوي او ادعا یې کړې چې یوازې هغه کسان چې «اصلي جنایتکاران دي او د پاکستان پوځیان دي» به د دوی هدف وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تاوترېخوالی څو ځله د پولهوالو د اندېښنې لامل ګرځېدلی دی. کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دغسې تقابلي کړنو دوام کولای شي د سیمې امنیتي وضعیت پیچلی کړي او ملکي وګړي له لا ډېرو خطرونو سره مخ کړي.




