امنیت او پېښېدوهم سرلیکمهم خبرونه

د طالبانو د احصایې رياست مشر په فرا ولایت کې ژوبل شوی

د طالبانو د احصایې ولایتې رياست مشر مثنی بلوچ د چهارشنبې په ورځ د لړم ۲۸مه د فرا په مرکز کې د يوې وسله‌والې حملې هدف وګرځېد او ټپي شوی دی.

د سيمه‌ییزو سرچینو په وینا، دا پېښه غرمه وروسته هغه مهال رامنځته شوې چې مثنی بلوچ له خپل دفتره د وتلو په حال کې و، چې د ناڅرګندو وسله‌والو کسانو له‌خوا پرې ډزې وشوې.

سرچينې تاييدوي چې نوموړی له پېښې وروسته ولايتي روغتون ته وړل شوی او دا مهال تر درملنې لاندې دی، خو د روغتيايي وضعيت په اړه نور جزئيات نه‌دي ورکړل شوي.

راپورونه زياتوي چې بريد کوونکي له برید وروسته له سیمې تښتي او تر اوسه د دوی پېژندګلوي او انګېزه معلومه نه ده.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د طالبانو د ادارې چارواکي په فرا ولایت کې د وسله‌والو بریدونو هدف ګرځي. د دې ډول پېښو زیاتوالی د هېواد لوېديځو ولايتونو، په ځانګړي ډول فرا، کې د امنيتي وضعيت د خرابوالي ښکارندويي کوي؛ کوم چې د طالبانو د ادارې د اساسي امنیتي تأمین توانایي په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button