طالبان د کابل–غزني دویم لین سړک د جوړېدو کار پیل کړی

د طالبانو ادارې د کابل–غزني دويم لین سړک د لومړۍ برخې د جوړېدو کار چې ۲۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، پیل کړی او دا مهال جریان لري. دغه سړک له کابل ښار د پل کمپنی له سیمې پیلیږي او تر میدان وردګو ولايت د سنگ سیاه سیمې پورې غځېدلی.
د دغه سړک لومړۍ برخه ۱۱.۸ متره پلنوالی لري او پاتې برخه یې تر پایه پورې ۷.۳ متره پلنه ده. دا سړک به پخپله بڼه قیر شي. د یادې پروژې په چوکاټ کې د دوو لویو پُلونو، ۶۸ پلچکونو، شاوخوا ۱۷ کیلومتره سیخدارو جویچو، ۱۲۰۰ متره جویچه په میدانشهر کې او یو شمېر استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
د موجودو معلوماتو له مخې، د دې سړک پر ۱۳ کیلومتره برخه تهدریزي (سببیس) او بیسکورس بشپړ شوی دی. تر اوسه د سرک د غاړو جویچو جوړېدو کچه ۹۶ سلنه ته، او د پلچکونو جوړېدا ۹۷ سلنه ته رسېدلې ده. همدرانګه، شاوخوا ۹۰ سلنه خاورې ایستلو (کندنکارۍ) چارې هم بشپړې شوې دي.
له دې سره، د دې پروژې په دوو نورو برخو کې هم د سړک جوړېدو کار په یو وخت روان دی. که څه هم طالبان دا پروژه خپله لاسته راوړنه ګڼي، خو د شفافې څارنې نشتوالی، د فساد احتمال، او د خلکو بېباوري د طالبانو ادارې پر فعالیتونو باندې، د دې پروژې او ورته نورو پروژو پر وړاندې جدي ننګونې ګڼل کېږي.




