سياستمهم خبرونه

طالبانو: لوېديځ لا هم له جګړه ييزو تګلارو نه دی تېر شوی

د طالبانو د ادارې وياند ذبيح‌الله مجاهد د طلوع نيوز له تلويزيون سره په يوه مرکه کې وويل چې لوېديځ هېوادونه د هغه د وينا له مخې، د «پخوانيو جګړه‌محورو تګلارو» له امله تر اوسه د طالبانو اداره نه ده پېژندلې او د عادي تعامل لپاره لا وخت ته اړتيا لري.

مجاهد ادعا وکړه چې لوېديځ هېوادونو د شلو کلونو په اوږدو کې د طالبانو پر ضد منفي تبليغات کړي چې دې کار د بدې ذهنيت جوړېدو لامل شوی دی. د ده په وينا، د دې چلند بدلول او د عادي تعامل ترلاسه کول د لوېديځو پخوانيو تګلارو بنسټيزې بيا کتنې ته اړتيا لري.

د طالبانو د ادارې وياند همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستيو تاوتريخوالو ته اشاره وکړه او وويل چې طالبان له د پاکستان له حکومت سره ستونزه نه لري او د اختلافونو د حل لپاره پر خبرو ټينګار کوي. نوموړي زياته کړه چې د دغو تاوتريخوالو دوام د هېڅ هېواد په ګټه نه دی.

په دغه مرکه کې مجاهد د طالبانو د ادارې د حاکميت په اړه وويل چې دا اداره ځان د خلکو د امنيت او هوساينې مسوول ګڼي، که دا په دنيا کې وي او که په آخرت کې. دا په داسې حال کې ده چې منتقدين د طالبانو د ادارې کړنې د اتباعو د حقونو، انفرادي ازاديو او سياسي ګډون په برخه کې جدي تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه په پای کې هيله څرګنده کړه چې اوسنۍ ستونزې به په راتلونکي کال کې حل شي، خو دا څرګندونې د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو کړکېچونو د دوام له امله د هېواد د اوسېدونکو له شک او پراخو نيوکو سره مخ شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button