د طالبانو ویاند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راتلونکی ناسته بېاغېزه وبلله

ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د ادارې ویاند ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له راتلونکې ناستې هیڅ تمه نه لري او د ده په باور دا شورا خپله ارزښت له لاسه ورکړی دی. مجاهد زیاته کړه چې افغانستان باید په دغسې ناستو کې استازی ولري، خو دا حق له هېواد څخه اخیستل شوی دی.
مجاهد ټینګار وکړ چې اوس مهال افغانستان له هغو مسایلو سره مخ دی چې ده ورته د پاکستان «تیری» وویل او د ده په خبره، بریدونه پر ملکی وګړو لا هم دوام لري. نوموړي همداراز ادعا وکړه چې افغان کډوال په پاکستان کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د طالبانو د ادارې ویاند پر همدې مهال د امنیت شورا انتقاد وکړ او ویې ویل دا شورا د دغو مهمو موضوعاتو پر ځای د نورو مسایلو په اړه تکراري ناستې ترسره کوي. دا په داسې حال کې ده چې له هغه وخته چې طالبان بیا پر کابل واکمن شوي، افغانستان په ملګرو ملتونو کې رسمي څوکۍ نه لري او د طالبانو له خوا ټاکل شوی استازی د امنیت شورا په رسمي ناستو کې برخه نه اخلي.
طالبان تر اوسه د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دي پیژندل شوي، او د افغانستان څوکۍ لا هم د پخواني حکومت د استازي په واک کې ده؛ یو موضوع چې د افغانستان له نړۍ سره په سیاسي تعاملاتو کې له مهمو ننګونو شمېرل کېږي.




