د طالبانو ویاند: جزایي قوانین له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه دي

ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د ادارې ویاند، ویلي چې د افغانستان اوسني جزایي قوانین له اسلامي شریعت سره هېڅ ډول ټکر نه لري او ټول مقررات د شریعت پر بنسټ جوړ شوي دي.
نوموړي د بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، هر ډول نیوکه پر دغو قوانینو نادرسته ده او هغه کسان چې اعتراض لري، باید لومړی اسلامي شریعت ولولي او موضوعات د همدې چوکاټ له مخې وارزوي. د هغه په وینا، په ننني ډیجیټلي نړۍ کې د شریعت اړوند سرچینې په بېلابېلو ژبو شتون لري.
مجاهد، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د طالبانو اداره د نورو اسلامي هېوادونو د عالمانو نظریات منې که نه، ټینګار کړی چې ښايي ځینې اندېښنې تشریح شي، خو نیوکه د منلو وړ نه ده. هغه زیاته کړې چې طالبان اړتیا نه لري له بهر څخه دین زده کړي؛ ځکه دوی ځان خپلواک باورونه، علما او مذهبي سابقه لري.
په همدې حال کې، د طالبانو د ادارې د عدلیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې ادارې هېڅ قانوني سند داسې ماده یا بند نه لري چې له اسلامي شریعت سره په تضاد کې وي. وزارت خبرداری ورکړی چې پر دغو قوانینو اعتراض جرم بلل کېږي او معترضان به عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندل شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د انتقاد د حق محدودول او د اعتراض جرم ګرځول، د بیان د ازادۍ د نقض او د علماوو، حقوقپوهانو او مدني ټولنې د رول د کمزورتیا پراخې اندېښنې راپارولې دي. منتقدان وايي دا کار کولای شي د دین د تفسیر انحصار او پر وګړو د قانوني فشارونو زیاتېدو لامل شي.




