طالبانو په سرپل کې له ۱۰.۵ میلیونه ډالرو زیات د خامو تیلو د پلور اعلان وکړ

د طالبانو د معادن او پترولیم ریاست وايي چې شاوخوا ۱۸ زره ټنه خام تیل یې د سرپل ولایت د قشقري حوزې څخه د داوطلبۍ له لارې یوې کورنۍ کمپنۍ ته د ۱۰.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سپارلي دي. دغه اداره دا موضوع د یکشنبې په ورځ د قوس میاشتې په ۱۶مه خپره شوې اعلامیه کې خپره کړې او وایي چې له دې معاملې څخه ترلاسه شوي عواید به د دوی په وینا د “اقتصادي پراختیا او طبیعي منابعو د استخراج” لپاره ولګول شي.
سره له دې چې طالبان د دغو تیلو هدف د هېواد اقتصادي وده ګڼي، خو د طبیعي منابعو کارپوهان وايي چې د قراردادونو او نظارتي بنسټونو د شفافیت نشتوالی، د عامه عوایدو د ضایع کیدو جدي خطرونه زېږوي. د قانوني مشروع نظام له نشتوالي سره، دا روښانه نه ده چې دغه عواید څنګه راغونډېږي او په کومو برخو کې لګول کېږي.
تر دې وړاندې هم د طالبانو اداره له آمو سیند څخه د ۱۰ زره ټنو خامو تیلو د پلور خبر ورکړی و. دغسې قراردادونه په نفتخېزو سیمو کې د خلکو پوښتنې راولاړې کړې، ځکه چې سیمهییز خلک د نظارت نشتوالي، محیطی معیارونو ته د پام نه کولو او د عوایدو له سیمې د ژوند د ښه والي لپاره د نه استفادې شکایت کوي.
کارپوهان باور لري، تر هغه چې د حساب غوښتنې وړ حکومتي جوړښت او خپلواک نظارتي بنسټونه فعال نه شي، د افغانستان د طبیعي منابعو مدیریت به لا هم له ناوړې استفادې او ګډوډۍ سره مخ پاتې شي.




