د طالبانو سفیر روسیې ته: خرسون له افغانستان سره د غنمو صادراتو ته چمتو دی

مولوي گل حسن حسن، چې د طالبانو د حکومت سفیر په روسیه کې دی، د «دوم تاوریچسکی» نړیوال پانګوال او اقتصادي فورم کې برخه اخیستې ده. د دغه غونډې پر مهال، د روسیې د خرسون سیمې والي ولادیمیر سالدو خپله چمتووالي څرګند کړی چې افغانستان ته به کرنیز محصولات، په ځانګړي ډول غنم، صادر کړي.
دا وړاندیز داسې وخت کېږي چې افغانستان د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ دی.
په مسکو کې د طالبانو د حکومت سفارت ویلي، مولوي حسن هم په دې غونډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د صادراتو، وارداتو او دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پراخولو ټینګار کړی دی.
دغه هڅې د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ارزول کېږي، په خاص ډول د کرنیزو توکو په برخه کې. وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، د افغانستان او روسیې اقتصادي اړیکې بدلونونه لیدلي دي.
د خرسون سیمه، چې د اوکراین سوېل کې موقیعت لري، د غلو د تولید له مهمو مرکزونو څخه شمېري. دغه سیمه دا مهال د روسیې د فدراسیون تر ولکې لاندې ده او د غنمو او نورو کرنیزو محصولاتو د صادروو لوړ ظرفیت لري.
سره له دې، طالبانو ته پکار ده چې د دې ډول همکاریو پراخولو ته په دقت او ځیرکتیا ګامونه واخلي، تر څو د افغانستان د خلکو ملي ګټې خوندي پاتې شي.




