اقتصادمهم خبرونه

طالبان غواړي هر کال له روسیې دوه میلیونه ټنه سونګ مواد وپېري

د روسیې د سوداګرۍ مرکز په افغانستان کې ویلي چې د طالبانو اداره پلان لري هر کال تر دوه میلیونه ټنه سونګ مواد له روسیې څخه واخلي. د دې مرکز د چارواکو په وینا، تمه ده چې د دغې پېرودنې اوږدمهاله تړون به ژر د روسیې په کازان ښار کې لاسلیک شي.

د روسي رسنیو د رپوټونو له مخې، اوسني تړونونه د دواړو لورو تر منځ لنډمهاله دي او د درې تر شپږو میاشتو لپاره تنظیمېږي چې د پای ته رسېدو وروسته غځول کېږي. ټاکل شوې ده چې اوږدمهاله تړون د «کازان فورم ۲۰۲۶» نړیوال اقتصادي غونډې پر مهال وروستی شي.

ضمیر کابلوف، چې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی دی د افغانستان په چارو کې، تر دې وړاندې ویلي و چې افغانستان د روسیې له‌خوا د سونګ د پېرلو لېوالتیا لري او د انرژۍ د صادراتو موضوع د دواړو خواوو د خبرو اترو پر اجنډا شامله ده.

افغانستان ډېره برخه د اړتیا وړ تېل او مایع ګاز له بهر څخه واردوي، خو په وروستیو کلونو کې د سونګ بیو د بدلونونو او د عرضې د کمښت له ستونزو سره مخ شوی دی. سره له دې، د طالبانو اداره تر اوسه د مالي شرایطو، د تړون د دقیقې مودې او د دې احتمالي پېرود د لګښت د تمویل څرنګوالي په اړه روښانه جزییات له خلکو سره نه دي شریک کړي. دا موضوع د اقتصادي کارپوهانو له نظره د هېواد د وګړو او اقتصادي فعالانو پر وړاندې د لا زیاتي شفافیت اړتیا څرګندوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button