د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د همکارو بنسټونو له استازو سره ناسته وکړه

د طالبانو تر ادارې لاندې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ویلي چې د ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ یې له یو شمېر همکارو بنسټونو سره ناسته ترسره کړې، څو د کاري همغږۍ د ښه والي او د انکشافي پروژو د پر مخ بیولو په موخه ګډ بحث وشي.
په دې ناسته کې ملا عبداللطیف منصور د امنیت او معیشت ترمنځ د اړیکې پر اهمیت ټینګار وکړ او ادعا یې وکړه چې د ټول هېواد په کچه د امنیت له تأمین سره، د مؤسسو د خوندي فعالیت زمینه برابره شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر خپلواکې ادارې او د هېواد د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي لا هم د اقتصادي ستونزو، بیکارۍ او پر ټولنیزو او مدني فعالیتونو د پراخو محدودیتونو خبره کوي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر همداراز پر «متوازن پراختیا» ټینګار وکړ او ویې ویل، انکشافي پروژې باید د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ په بېلابېلو سیمو کې پلي شي، څو مالي سرچینې په سمه توګه وکارول شي. خو منتقدان باور لري چې د شفافیت نشتوالی، د خلکو د محلي ګډون محدودیت او د پرېکړو تمرکز د طالبانو د ادارې په جوړښت کې، د متوازن انکشاف د تحقق مخه نیولې ده.
په دوام کې، مولوي شرفالدین مسلم، د دغه وزارت د پلان او پالیسي معین، وویل چې اساسي هدف دا دی چې پروژې په ټاکلي وخت پلي شي. نوموړي د وزارت د همکارو مؤسسو سره د همکارۍ چمتووالې څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې د پروژو تطبیق دې د طالبانو د ادارې تر ټاکل شوي چوکاټ لاندې ترسره شي؛ یو داسې موضوع چې تل د مؤسسو د کاري خپلواکۍ او د نړیوالو منل شوو معیارونو د رعایت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.




