طالب ادارې د پاکستان هوايي بریدونو د رسنيز پوښښ مخه نیولې ده

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د طالبانو اداره هغو سیمو ته د رسنیو د تګ او راپور جوړولو اجازه نه ده ورکړې چې د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیکا او ننګرهار په ولایتونو کې پرې بریدونه کړي دي. د دغو راپورونو پر بنسټ، خبریالانو یوازې له یوې کورنۍ څخه لیدنه کړې چې په بهسود ولسوالۍ کې ده، خو نورو سیمو ته د تګ اجازه ورته نه ده ورکړل شوې.
د پاکستان رادیو د دوشنبې په ورځ، د حوت په څلورمه، خبر ورکړی چې د پکتیکا، خوست او ننګرهار اوسېدونکو ویلي، تر هوايي بریدونو وروسته د طالبانو ادارې د زیانمنو سیمو کلک محاصره کړې ده. د یادو اوسېدونکو په وینا، دې سیمو ته د خلکو تګ راتګ سخت محدود شوی دی.
په همدې مهال، د خبریالانو هغه غوښتنې چې د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ، د پکتیکا د برمل ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو د لیدنې لپاره یې کړې وې، د طالبانو ادارې رد کړې دي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د رسنیو آزاد لاسرسی د مهمو امنیتي پېښو د روڼتیا او معلوماتو د شریکولو یو بنسټیز اصل ګڼل کېږي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې د هغو کسانو اووه پټنځایونه په نښه شوي چې دوی یې «تروریستان» بولي. دغه وزارت همدارنګه ادعا کړې چې د عملیاتو په پایله کې شاوخوا ۷۰ وسلهوال وژل شوي، خو دا ادعا تر اوسه خپلوواک سرچینو نه ده تاید کړې.
د راپورونو له مخې، د طالبانو اداره یوازې یوې قرباني شوې کورنۍ ته د ویډیو اخیستلو اجازه ورکړې ده؛ داسې کورنۍ چې ویل کېږي د برید پر مهال ۱۸ غړي یې وژل شوي دي. د رسنیو پر ازاد پوښښ دغه بندیز د دقیقو او بې پرې معلوماتو د لاسرسي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.




