سياستمهم خبرونه

طالبانو په کابل کې د قطر نوي سفیر اعتبار لیک ومانه

په یوه رسمي مراسمو کې چې د کابل په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شول، د طالبانو حکومت د قطر د نوي سفیر مردف بن علي القاشوطي اعتبارلیک ومانه. په دغو مراسمو کې د طالبانو د حکومت رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن آخند، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د رئیس‌الوزرا د دفتر مشر ملا عبدالواسع ګډون کړی و.

د قطر نوي سفیر د خپلې دیپلوماتیکې دندې د پیل په ترڅ کې، د افغانستان سره د قطر له پخوانیو همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل چې هېواد یې د افغان ولس سولې، هوساینې او پرمختګ ته ژمن دی. نوموړي دا هم زیاته کړه چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د لا ښه کېدو لپاره به بې‌وقفه هڅې کوي.

ملا محمد حسن آخند له قطر سره د اړیکو پر ښه کېدو هیله وښوده او د افغانستان په سختو وختونو کې یې د دغه هېواد رول وستایه. هغه د قطر له سفیر څخه وغوښتل چې د ده د نیکې ارادې پیغام د قطر مشرتابه ته ورسوي، ویې ویل: “هیله لرو چې دا همکارۍ لا پراخې شي.”

مولوي امیرخان متقي هم څرګنده کړه چې د داسې سفیر ټاکل چې له طالبانو سره پخوانۍ اشنايي لري، یو مثبت ګام دی او نوموړي ته یې د بریالۍ دندې هیله څرګنده کړه.

که څه هم دیپلوماتیک تماسونه لا هم د افغانستان د سیمه ییزو اړیکو یوه برخه جوړوي، خو په کابل کې د بهرنیو استازو حضور د ګڼو بشري حقونو مدافع بنسټونو او سیاسي ډلو اندېښنې راپارولې دي؛ ځکه دا لیدنې کتنې د طالبانو د ادارې لپاره د غیرمستقیم مشروعیت ورکولو په توګه تعبیرېدای شي؛ هغه اداره چې له قدرت نیولو راهیسې د هېوادوالو، په ځانګړي توګه د ښځو او اقلیتونو، اساسي حقونه له سختو سرغړونو سره مخ کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button