طالبانو د پاکستان په بمبارۍ کې د ۱۴ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند وایي چې د پاکستاني ځواکونو د هوايي او درنو توپونو د بریدونو له امله، د قندهار او کونړ په یو شمېر برخو کې لږ تر لږه ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي. حمدالله فطرت دا خبره د شنبې په ورځ (د حوت نهمه) په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.
د هغه په وینا، د سهار له اته نیمو بجو وروسته د قندهار ولایت د تختهپل سیمه د بمبارۍ هدف ګرځېدلې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې درې تنه مهاجر چې تازه له پاکستانه راستانه شوي او د مزدورۍ په کار بوخت وو، وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
فطرت همدارنګه ویلي چې تېر ماښام د کونړ مرکز اسعدآباد ښار د پاکستاني ځواکونو د لیرې واټن توپونو لاندې راغلی. د خبرپاڼې له مخې، په دې برید کې اووه ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي او یو تن نور ټپي شوی دی.
د طالبانو د ادارې د مرستیال ویاند په وینا، د شپې له لسو بجو شاوخوا په کونړ ولایت کې د ناري ولسوالۍ د هاوان او توپونو د مرمۍ د لګېدو له امله څلور تنه د ځایي اوسېدونکو له ډلې، چې یوه ښځه هم په کې شامله ده، وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.
تر اوسه پورې د پاکستان چارواکو په رسمي ډول د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي. همدارنګه د ملګرو ملتونو یا نورو خپلواکو نړیوالو بنسټونو هم د دغو پېښو د تلفاتو خپلواک رپوټ نه دی خپور کړی.
په عین وخت کې، پاکستان د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې “۳۳۱ طالب وسلوال” یې وژلي دي. په وروستیو میاشتو کې د دواړو لوریو ترمنځ د پولهلګتې سیمه کې اندېښنې زیاتې شوې او د دې وضعیت دوام د سرحدي سیمو د اوسېدونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې نور هم ډېرې کړې دي.
د طالبانو اداره دغه بریدونه غندلي او خبرداری یې ورکړی چې د دا ډول حملو دوام کولای شي د سرحدي کرښې وضعیت لا نازک کړي. خو منتقدان ټینګار کوي چې د طالبانو د حکومت لهخوا د شفافو امنیتي میکانیزمونو او مؤثر مدیریت نشتوالی د دې لامل شوی چې دا ډول پېښې بیا بیا تکرار شي او ملکي وګړي یې اصلي قربانیان دي.




