د طالبانو له خوا له ۱۲۰۰ څخه زیات نظامي وسایط ترمیم شوي

د طالبانو اداره ادعا کوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د ۲۰۹ الفتح قول اردو تر ادارې لاندې تخنیکي ورکشاپونو کې ۱٬۲۴۴ عراده نظامي وسایط او ۵۲ ډوله بېلابېل ډول وسلې ترمیم او بیا د استفادې وړ ګرځولي دي. دغه وسایط ۸۴۸ عراده رنجر موتر، ۶۲ هاموي ټانکونه، ۱۱۸ ضربتي ټانکونه او ۲۱۶ رنجر امبولانسونه پکې شامل دي.
د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، ۱۷ میل M16 تفنګونه، یو شمېر تفنګچې، M4 وسلې، روسي پیکا او DShK توپونه هم د ترمیم شويو وسلو په ډله کې شامل دي. تر دې سربېره د ۱۱۹ انجنونو ترمیم هم شوی او چمتو شوي چې بېرته وکارول شي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې له تېرو درېو کلونو څخه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د دوی د نظامي ماشین د پیاوړتیا راپورونه خلکو او د بشري حقونو بنسټونو ته اندېښنې پیدا کړې دي.
د هېواد په ځينو شمالي ولایتونو کې خلک وايي چې طالبانو د خلکو د امنيت پر ځای، د بېلا بېلو سیمو پر نظامي حضور ډېر تمرکز کړی دی.
منتقدین دا خبره مطرح کوي چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان اساسي اړتیا د بشري وضعیت سمون، د لومړنیو خدماتو برابرول او د یوه پراخ ملي مشارکت فضا رامنځته کول دي؛ هغه مسایل چې د طالبانو د ادارې په لومړیتوبونو کې نه دي شامل.




