اقتصادمهم خبرونه

ازبکستان له افغانستان سره د برېښنا صادراتو تړون تر ۲۰۲۶ کاله غځولی

د ازبکستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی چې دا هېواد به د طالبانو له ادارې سره د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک له مخې، افغانستان ته د برېښنا صادرات تر ۲۰۲۶ کال پورې وغځوي. د ازبکستان چارواکو دا پرېکړه د طالبانو له ادارې سره د انرژۍ برخه کې د همکاریو په ترڅ کې کړې ده.

د ازبکستاني رسنیو د راپور له مخې، دا هوکړه د سې شنبې په ورځ، د لړم ۲۷مه نېټه د دواړو لورو د پرله‌پسې لیدنو او د انرژۍ د ګډو پروژو د همکارۍ له دوام وروسته نهايي شوې ده. سره له دې چې د طالبانو اداره نړیوال مشروعیت نه لري، خو بیا هم ځینې ګاونډي هېوادونه ورسره همکاریو ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلک د پراخ برېښنايي بحران او زړو بنسټیزو جوړښتونو له ستونزو سره مخ دي.

د ازبکستان د انرژۍ وزارت ویلي، څو ګډ پروژې دا مهال د انرژۍ په برخه کې روانې دي، خو د دغو پروژو څرنګوالی او د طالبانو د ادارې رول په پلي کولو کې نه دی مشخص شوی.

د برشنا شرکت، چې له پخواني رژيم له سقوط وروسته د طالبانو تر ادارې لاندې راغلی، د روان میلادي کال د اګېسټ په میاشت کې له د ازبکستان د انرژۍ وزارت سره څو مالي تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي و. د دغو هوکړو له مخې، تمه کېږي چې له ازبکستانه افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا کچه له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټو پورې وي.

په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان لا هم دايمي برېښنا ته لاسرسی نه لري، د طالبانو اداره د برېښنا د بحران د مدیریت توان نه لري. د بهر څخه واردېدونکې برېښنا باندې زیات بریدتوب، افغانستان د نړیوالو فشارونو پر وړاندې لا ډېر زیان‌پذېر کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button