د لوړو زده کړو وزارت له رسمي اسنادو څخه د فارسي ژبې لېرې کېدل

د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت په یوه رسمي سند کې، چې د کابل د روزنتون پوهنتون له لوري خپور شوی، د فارسي ژبه په بشپړ ډول لېرې شوې او خبرپاڼه یوازې په پښتو او انګلیسي ژبو جوړه شوې ده.
د دغه سند له مخې، د فارسي ژبې د کارونې هېڅ نښه نه ښکاري؛ دا هغه ژبه ده چې د افغانستان له رسمي او تاریخي ژبو څخه ګڼل کېږي او تل یې په لوړو زده کړو، علمي څېړنو او د پوهنتونونو په مکاتبو کې مرکزي رول درلودی.
دا اقدام د هغه بهیر یوه برخه ده چې طالباني اداره په وروستیو میاشتو کې د فارسي ژبه له یو شمېر دولتي ادارو او تابلوګانو څخه لېرې کړې ده؛ د بېلګې په توګه، د تخار ولایت د مخدرو موادو پر ضد ریاست او د ابو علي سینا بلخي تخصصي روغتون څخه. راپورونه ښيي چې دغه بهیر په نورو ادارو او سیمو کې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، هم روان دی.
منتقدان دغه تګلاره د هېواد د ژبني او کلتوري تنوع د محدودولو هڅه بولي او خبرداری ورکوي چې د فارسي سیسټماټیک لېرې کول کولای شي د ټولنیزې یووالي د کمزورۍ، د ژبنۍ عدالت د نقض او د افغانستان د ملي هویت د زیانمنېدو لامل شي. دوی وايي، دا موضوع د طالبانو له خوا د جدي بیاکتنې او ځواب ویلو غوښتنه کوي.




