کلتور او هنرمهم خبرونه

طالبانو د جوزجان پوهنتون له لوحې اوzbکي ژبه لرې کړې

د جوزجان اوسېدونکي وایي چې طالبانو تازه د جوزجان پوهنتون لپاره نوې لوحه لګولې چې پکې د اوzbکي ژبه نه ده شامله، او متن يې یوازې په پښتو، فارسي او انګليسي ژبو لیکل شوی دی.

یوشمېر محلي سرچینو دا کار د افغانستان د اوzbک ژبې ټولنې پر وړاندې د تبعیضي چلند یوه نښه بللې ده. یوه محلي سرچینه چې له امنیتي ستونزو له امله یې نوم نه دی ښودل شوی، وايي چې د پوهنتون له لوحې د اوzbکي ژبې لرې کول د طالبانو له خوا د ترکتبارو قومونو پر ضد د تعصب څرګند مثال دی.

په هغه انځورونو کې چې رسنیو ته رسېدلي، ښکاري چې نه یوازې د اوzbکي ژبه له لوحې لرې شوې، بلکې د “پوهنتون” ټکي هم حذف شوی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

راحله دوستم، پخوانۍ سناتوره او د عبدالرشید دوستم لور، په دې اقدام تُنده غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د اوzbکي ژبې حذف یواځې یو سطحي بدلون نه دی، بلکې دا د ترکتبارو قومونو د هویت او موجودیت د له‌منځه وړلو د یوې سنجول شوې تګلارې برخه ده.

نوموړې ټینګار کړی چې د افغانستان ترکتبار خلک به اجازه ور نه کړي چې د دوی ژبه او کلتور د تبعیضي چلند له کبله له منځه ولاړ شي. هغې د طالبانو دغه کار د خلکو پر درناوي او ارزښت ښکاره سپکاوی بللی او خبرداری یې ورکړی چې د داسې بې‌احترامی په وړاندې به چوپ پاتې نه‌شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button