بېچهره ښارونه؛ د طالبانو له لوري د انځورونو او مجسمو ورکول

په ډېرو افغان ښارونو کې يو څه ورو ورو له منځه ځي؛ نه په ناڅاپي ډول او نه هم په شور، بلکې ارام او په تدريجي ډول. هغه څېرې چې له دکانونو د لوحو لرې شوې، مجسمې چې نور په مېدانو کې نه ښکاري، لوټې چې مخونه نه لري، او پارکونه چې د رنګ او بڼې له ښکلا خالي شوي دي. طالبان دا کار «شرعي اصلاح» بولي، خو په عملي توګه دا د ژوندو موجوداتو د انځورونو د تدريجي حذف تګلاره ده، يوه تګلاره چې يوازې د ښارونو بڼه نه ده بدلوي، بلکې د ټولنې اړيکه له انځور، بدن او بصري حافظې سره هم بدله کوي.
د طالبانو د مفکورې ريښه د تصوير د انحراف په توګه ګڼل کېږي. د تصوير او مجسمې بندیز د هغوی لپاره نه يو نوی او نه هم لنډ مهاله اقدام دی. دا فکر د شريعت له يو سخت تعبيره راولاړ شوی چې د ژوندي موجود انځور د «خلقت د ګډوډۍ» او په پايله کې د شرک سرچينه بولي.
په دې فکري چوکاټ کې تصوير يو هنري يا کلتوري وسيله نه ده، بلکې يو احتمالي خطر ګڼل کېږي؛ يو څه چې کېدای شي عادي شي، وويندل شي او په حافظه کې پاتې شي. له همدې کبله، طالبان له خپل لومړي واکمنۍ تر ننه، له مجسمو، تصويرونو او انساني بڼو سره ستونزه لري.
د باميانو له بوداګانو تر نننۍ دورې پورې، دا منطق دوام لري. د باميانو د بودا مجسمو له منځه وړل په ۲۰۰۱ کال کې يو استثنايي او تاريخي عمل ګڼل شوی، خو د طالبانو اوسني دریځونه ښيي چې دا يوه دوامداره مفکوره ده، چې اوس نه په چاودنو، بلکې په تدريجي ډول له منځه وړل کېږي.
په تېر څو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې يا مجسمې ليرې شوې، يا پټې شوې، يا بې له اعلان نه ورکې شوې. دا بدلونونه زياتره بېصدا تر سره کېږي، نه رسمي اعلان، نه عامه بحث او نه بديل وړاندې کېږي.
دغه تګلاره يوازې پر لويې نښې نه محدوده شوې ده. په ځينو پارکونو او تفريحي ساحو کې د انسان يا حيوان د بڼې لوټې يا راټولې شوې دي يا د هغوی مخونه پټ کړل شوي دي. د ماشومانو تشنځکونه، کارتوني مجسمې او سينګاري توکي ورو ورو له فضا ورک شوي دي. پايله دا ده چې پارکونه لا شته، خو له بصري پلوه بېروح شوي دي؛ هغه ځایونه چې د خوښۍ لپاره جوړ شوي وو، اوس بېڅېرې او خنثی ښکاري.
د دې سیاست څرګند مثالونه په بازارونو او تجارتي سړکونو کې ليدل کېږي. د سلمانو لوحې، د کالیو دکانونه، د ښکلا سېلونونه او آن عامه دوکانونه چې مخکې د ښځو په انځورونو پېژندل کېدل، اوس بې تصويره شوي يا د مخ برخه یې پټه شوې ده. ډېری وخت دا کار د شفاهي فشار او محلي اخطارونو له لارې شوی دی. پايله یې د سړکونو يوه واحده او بېتوپاټه بڼه او د ښځينه بدن له عامه فضا څخه ورکېدل دي.
د ژوندي موجود د انځور ورکول يوازې د ښار بڼه نه بدلوي، بلکې د فضا د تجربې طريقه هم اغېزمنوي. کله چې څېرې، بڼې او انساني نښې له مېدانو، پارکونو او سړکونو له منځه ځي، ښار خپل بصري ژبه له لاسه ورکوي، هغه ژبه چې د تاريخ، هويت او ورځني ژوند انعکاس وه. د انځور نشتوالی د ښارونو بصري تنوع کموي او عامه فضاوې ورته او بېروح کوي. ميدانونه يو بل ته ورته کېږي، پارکونه د کيسو له نښو خالي کېږي او سړکونه يوازې د تګ راتګ ځایونه پاتې کېږي. دا بهير نه يوازې د تاريخي او کلتوري حافظې کمزوري کېدل لامل کېږي، بلکې د وګړو اړیکه هم له هغه فضا سره سسته کوي چې پکې ژوند کوي.
په داسې فضا کې انسان شته، خو ښکاره نه دی. بدن او څېره له ښار له منځه تللې او د انسان ليدلو تجربه شخصي شوې ده. ښار ورو ورو له انساني نښو تش کېږي؛ نه ځکه چې خلک نشته، بلکې ځکه چې د هغوی ليدل بند دي. دا ورکوالی يو بصري تشوالی توليدوي چې خپله په يو ډول معنا بدلېږي.
افغانستان نن د يو ارام خو ژور بدلون شاهد دی، چيرته چې د ژوندي موجود انځورونه ورو ورو له ښارونو ورکېږي. ميدانونه بې مجسمې پاتې، پارکونه بې څېرې شوي، د دوکانونو لوحې بې تصويره او آن د ماشومانو د لوبو عنصرونه د بنديز تر سيورې لاندې راغلي دي. دا ورکوالی تصادفي نه دی، بلکې يوه منسجمه تګلاره ده چې غواړي وټاکي څه شي بايد ليدل روا وي. له منځه تلونکي څه يوازې مجسمه او تصوير نه دي، بلکې د انسان د بڼې او حافظې د استازیتوب ورو ورو ختمېدل دي. يو ښار چې پکې انسانونه ژوند کوي خو لږ ليدل کېږي، هغه ښار دی چې ماناوې يې نه جوړېږي بلکې پاکېږي. دا راپور د همدې تشوالي په اړه دی — يو تشوالی چې په چوپتیا کې جوړېږي او د ښار بڼه بېله ړنګېدو بدلوي.




