سياستمهم خبرونه

طالبانو په زندانونو کې د دیني زده‌کړو پروګرامونه پيل کړل

د طالبانو تر ادارې لاندې رسنیو د راپور له مخې، د دغې ادارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له د زندانونو د چارو له ریاست سره موافقه کړې، څو د افغانستان په زندانونو کې د دیني زده‌کړو پروګرامونه پراخ شي. د دې پروګرامونو برخه د قرآن تفسیر او ترجمه ښوونه ده چې عملي کول یې په کابل او ځينو ولایتونو کې پیل شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ادعا کړې چې دا زده‌کړې د زندانیانو د “فکري اصلاح او روزنې” لپاره پیل شوي دي. د دغه وزارت چارواکي وایي، د دیني زده‌کړو پروګرامونه کولای شي د بندي شویو کسانو فکري بیا رغونه کې رغنده رول ولوبوي.

خو منتقدان وايي، طالبان په تېرو کلونو کې په زندانونو کې د اسلامي شریعت له خپل سختدريځه تعبیر سره سم دیني زده‌کړې ترویج کړې دي. اوس دغه بهیر نه په جلا توګه، بلکې د زندانونو اړوندو ادارو ترمنځ د یوې رسمي موافقې له مخې دوام مومي، چې دا کار د دین له سیاسي یا ابزاري استفادې سره تړلې اندېښنې ډېرې کړي دي.

تر طالبانو د بیا واکمنېدو مخکې هم په افغانستاني زندانونو کې دیني زده‌کړې ترسره کېدې، خو هغه پروګرامونه د اعتدال پر بنسټ او د تاوتریخوالي یا جګړې له تبلیغه پرته چلول کېدل. د شنونکو په وینا، د اوسني روښانه توپير دا دی چې طالبانو پر زندانیانو د دین یو ځانګړی ایدیولوژیک تعبیر تپل پیل کړی دی.

طالبان دا پروګرامونه په داسې حال کې پراخوي چې زرګونه افغانان، په شمول د فکري، سیاسي، عقیدتي او نظامي مخالفینو، په زندانونو کې ساتل کېږي. له دې سره هممهاله، دا اداره په دیني مدرسو د پانګې او تمرکز کچه لوړه کړې او هڅه کوي د مکاتبو او پوهنتونونو په نصاب کې هم د ديني مضامینو برخه زیاته کړي.

دغه اندېښنې د طالبانو د پخواني تاریخ له مخې لا پسې زیاتې شوې دي؛ هغه ډله چې د پخوانۍ جمهوري دورې پر مهال یې د خپلو جګړه‌والو د ډېرو برخو د جلب لپاره له دیني مدرسو او جوماتونو څخه کار اخیسته او له طلبه‌ګرو یې د نظامي موخو لپاره ګټه اخیسته. منتقدان خبرداری ورکوي چې د دې لارې دوام به د افغانستان د فکري او ټولنیز راتلونکي لپاره جدي پایلې ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button