طالبانو درې پاکستاني پوځيان سعودي پلاوي ته وسپارل

د طالبانو د ادارې وياند مولوي ذبيح الله مجاهد ويلي، هغه درې پاکستاني پوځيان چې د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۱۲مه د نښتو پر مهال نيول شوي وو، ازاد شوي او د سعودي عربستان استول شوي پلاوي ته وسپارل شول.
نوموړي زياته کړه، دا اقدام د طالبانو د ادارې د اعلان شوې تګلارې له مخې، د هېوادونو سره د مثبتو اړيکو د ساتلو او د رمضان د مياشتې له رارسېدو سره هممهاله ترسره شوی دی. مجاهد وويل، د دغو کسانو ازادي د سعودي عربستان د رسمي غوښتنې په ځواب کې ترسره شوې ده.
د طالبانو د ادارې وياند دا هم تائيد کړه، چې دا لړۍ د سعودي عربستان د مذاکره کوونکي پلاوي د کابل د حضور پر مهال عملي شوې ده؛ هغه پلاوی چې د ده په وينا، تيره دوشنبه پلازمېنې ته رسېدلی و.
په دې اړه چې دغه پوځيان څنګه نيول شوي، چېرته ساتل کېدل، او د طالبانو ادارې او سعودي پلاوي ترمنځ د خبرو جزئيات څه وو، نور معلومات نه دي خپاره شوي. تر دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د ځينو سيمو پر پوله نښتې راپور شوې وې، خو د طالبانو اداره د دغو پېښو د دقيقو جزئياتو په اړه محدود معلومات وړاندې کړي دي.




