طالبانو په افغانستان کې د ټيټيپي د حضور ادعا رد کړه

طالبانو یو ځل بیا هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) جنګیالي په افغانستان کې حضور لري. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د جمعې په ورځ د عقرب په نهمه په یوه ویډیويي مرکه کې وویل چې هېڅ وسلهوالې ډلې ته اجازه نه ورکول کېږي چې افغانستان ته ننوزي.
نوموړي په دې مرکه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده د امر له مخې، وسلهوالو ډلو ته افغانستان ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي. د هغه په وینا، یوازې هغه کسان چې د مهاجرو په توګه افغانستان ته راګرځي، داخلېدلای شي، او دا پرېکړه وسلهوالو کسانو ته نه شامله کېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان چارواکو څو ځله طالبان تورن کړي چې د ټيټيپي جنګیالیو ته یې پناه ورکړې ده. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف تازه خبرداری ورکړی چې طالبان یا باید د پاکستان امنیت تضمین کړي یا یې پایلې ومني.
که څه هم دا انکارونه شوي، خو لا هم اندېښنې شته چې د ټيټيپي پورې تړلې وسلهوالې ډلې په ځینو سرحدي سیمو کې ازاد فعالیت کوي. د طالبانو له خوا له افراطي ډلو سره انتخابي چلند، په ځانګړي ډول د پاکستان له پولو سره، له پراخو انتقادونو سره مخ دی.




