سياستمهم خبرونه

طالبانو د شفافیت نړیوال سازمان د فساد راپور رد کړی

د طالبانو اداره د شفافیت د نړیوال سازمان وروستی راپور، چې د افغانستان د اداري فساد د زیاتېدو په اړه خپور شوی، «احتمالي او ناسم» بللی او رد کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو د فساد ضد شاخص له مخې، افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې څلور درجې ښکته شوی او اوس د نړۍ په ۱۶۹م ځای کې دی.

د شفافیت نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان د محدودې مدني فضا، د مالي سیستم د نه شفافیت، دیموکراټیک توازن د نشتوالي او د خپلواکې قضايي قوې د نه شتون له امله، هېواد لا هم د اداري فساد پر وړاندې زیان‌پذیر پاتې شوی دی. دغه سازمان تر دې وړاندې هم د افغانستان د نظارتي جوړښتونو د ضعف په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

حمدالله فطرت، د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند، نن (چهارشنبه، د دلوې ۲۲مه) په یوې اعلامیې کې ادعا وکړه چې اداره یې «د اداري فساد د له منځه وړلو او د شفافیت د رامنځته کولو لپاره مشخص اقدامات» کړي او د فساد کچه په پام وړ ډول کمه شوې ده. هغه ټینګار وکړ چې د شفافیت نړیوال سازمان په افغانستان کې حضور نه لري او ارزونه یې پر میداني څېړنو نه ده ولاړه.

فطرت له دې سازمان غوښتنه وکړه چې افغانستان ته راشي او له نږدې هغه څه وګوري چې ده یې «د اداري کړنو د اصلاح لپاره اغېزمن کارونه» وبلل. خو له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د هېواد له بېلابېلو برخو د خلکو راپورونه د دې ډلې تر کنټرول لاندې ادارو کې د فساد د دوام ښيي.

یو شمېر هېوادوال وايي، د ازادو رسنیو نشتوالی، پر څارنو نهادونو محدودیتونه او په د طالبانو په اداره کې د قدرت بشپړ تمرکز، د حساب ورکولو او خپلواک نظارت فرصتونه کمزوري کړي دي. شنونکي دا عوامل د اداري فساد د دوام له اصلي لاملونو ګڼي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button