سياستمهم خبرونه

طالبانو اداره د افغانستان په دننه کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړ

د طالبانو اداره د روسي چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، چې ویلي یې و د نړیوالو ترهګرو ډلو جنګیالي په افغانستان کې شتون لري، دغه ادعا رد کړې او دا یې ناسم بللی ده.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغانستان امنیتي وضعیت باثباته دی او هېڅ بهرنۍ ډله د هېواد په سیمو کې فعالیت نه لري. د ده په وینا، د افغانستان ټوله جغرافیه د «یوه واحد حاکمیت» تر واک لاندې ده او د بهرنیو ډلو د فعالیت لپاره ځای نشته.

مجاهد د روسي سرچینو له لورې د دغو ادعاوو د مطرحېدو له امله خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی چې دا ډول څرګندونې مخکې هم، په ځانګړې توګه د امریکایي ځواکونو د حضور پر مهال، تکرار شوې وې او د طالبانو اداره تل دا رد کړې ده.

نوموړي له روسي چارواکو غوښتي چې «د افغانستان واقعیتونه» په سمه توګه درک کړي او خپلې راپورونه د هېواد د اوسني حالت او هغه څه پر بنسټ چې ده «عیني حقایق» بللي، تنظیم کړي.

د طالبانو اداره تل ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر ضد د کار اخیستو اجازه ورنه کړي. خو په تېرو کلونو کې د ځینو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له لوري د افراطي ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې راپورته شوي دي؛ هغه موضوع چې د طالبانو اداره تر اوسه په روښانه او د باور وړ ډول ځواب نه دی ورکړی، او همدې مسئلې سیمه‌ییزې او نړیوالې پوښتنې راپارولې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button