طالبانو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د پرلهپسې اړیکو ادعا رد کړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو ریاست هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار شپږ ځله له امیرخان متقي سره د اړیکې هڅه کړې، خو بریالی شوی نه دی. دا ریاست دغه ادعاوې ناسمې بللې دي.
د یاد وزارت د عامه اړیکو مسؤول حافظ ضیا احمد شکر پر ایکس (پخوانی ټویټر) شبکه کې لیکلي چې د دواړو لوریو ترمنځ ټیلیفوني خبرې په همغږۍ او تفاهم سره شوې دي. د هغه په وینا، اسحاق دار په لومړۍ اړیکه کې ویلي چې دی پر حالاتو پوره معلومات نه لري او ژمنه یې کړې چې تر نورو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به بیا اړیکه ونیسي.
شکر زیاتوي چې په دوهم تماس کې دواړو لوریو خبرې وکړې، خو وروسته د اسحاق دار هڅې د مختلفو لاملونو له امله بریالۍ نه شوې.
نوموړي همداراز ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تازه څرګندونې د دوه اړخیز درناوي او ډیپلوماتیک تعامل له روحيې سره جوړې نه دي او د ناهمغږۍ ښکارندویي کوي.
په تېرو اوونیو کې د اسلاماباد او د طالبانو ترمنځ د پولو، کډوالۍ او امنیتي مسایلو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي. دا ډول څرګندونې او غبرګونونه ښيي چې د دواړو هیوادونو اړیکې له نوو ننګونو سره مخ دي او اړینه ډیپلوماتیکه روڼتیا نلري.




