طالبانو د اسلاماباد له بريد وروسته د پاکستان تورونه سخت رد کړل

د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت د اسلاماباد د مرګوني مسجد پر بريد وروسته د پاکستاني چارواکو وروستي تورونه په کلکه رد کړي او دا ډول ادعاوې یې غيرمسؤلانه او بېاساسه بللي دي.
دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې د پاکستان د دفاع وزير، خواجه محمد آصف، په ټولنیزه شبکه «ايکس» کې ولیکل چې لومړني موندنې ښيي، د ځانمرګي برید عامل د پاکستان او افغانستان ترمنځ په تګ راتګ بوخت و.
د طالبانو د ادارې دفاع وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، د پاکستان د دفاع وزير له اړينو څېړنو پرته، سمدستي افغانستان د دې پېښې مسئول بللی دی. د دغه وزارت په وينا، دا ډول چلند مخکې هم د بلوچستان او د پاکستان د نورو سيمو د امنيتي پېښو په تړاو تکرار شوی دی.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د دې ډول بريدونو پړه په افغانستان اچول هېڅ منطق نه لري او دا څرګندونې د پاکستان د کورنيو امنيتي ناکاميو پټولو يا د شته ستونزو د حل مرسته نه شي کولای.
وزارت دا پوښتنه راپورته کړې چې که د پېښې عاملين سملاسي پېژندل شوي وو، نو ولې د بريد مخنيوی ونه شو؟ د طالبانو اداره د امنيت د تأمين مسؤليت د پاکستان پر اړوندو ادارو اچولی دی.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د طالبانو اداره ځان د اسلامي ارزښتونو پابنده ګڼي، بېګناه ملکيانو ته زيان رسول په هېڅ حالت کې روا نه ګڼي او له هغو اشخاصو يا ډلو ملاتړ نه کوي چې په ناقانونه کړنو کې ښکېل وي.
د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت په پای کې له پاکستاني امنيتي چارواکو غوښتي چې د خپلو کورنيو امنيتي کمزوريو مسؤليت ومني، په خپلو تګلارو بياکتنه وکړي او له خپلو وګړو او ګاونډيو هېوادونو سره د همکارۍ پر بنسټ يو سازنده دريځ خپل کړي.




