امنیت او پېښېمهم خبرونه

طالبانو په هرات کې د ډاکترې شبنم فضلي د نیولو ادعا رد کړه

طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دوی ځواکونو ډاکتره شبنم فضلي په هرات کې نیولې ده. د دې ډلې له خوا ويل شوي، چې د دوی ځواکونو يوازې هغې ته “یادونه” کړې ده.

د ډاکتر فضلي مېړه، قدوس خطیبي، د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۱۹مه، په خپل فېسبوک کې لیکلي ول چې مېرمن یې د طالبانو له خوا نیول شوې ده. د نوموړي په وینا، دا پېښه هغه وخت شوې چې شبنم فضلي د هرات مرکزي روغتون مخې ته د ښځينه معترضینو د لاریون ویډیو اخیسته.

یادو ښځو د دې لپاره لاریون کړی و چې د طالبانو حکومت ښځو ته پرته له برقعه د روغتون مرکزي ودانۍ ته د ننوتو اجازه نه ورکوي. دا مظاهرې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو پر ضد ترسره شوي.

که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند ټينګار کوي چې د دوی ځواکونو یوازې یادونه کړې، خو د تېرو ورته پېښو له امله د بیان د آزادۍ پر وړاندې د فشارونو او د روغتیايي کارکوونکو، په ځانګړې توګه ښځو پر وړاندې د ګواښونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button