د معلوماتو ټکنالوجيمهم خبرونه

طالبانو د انټرنټ پرې کېدو اوازې رد کړې

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ویلي چې د انټرنټ پرې کېدو په اړه خپرې شوې ادعاوې بې‌اساسه دي. نوموړي دا څرګندونې د ایکس ټولنیزې شبکې پر خپل رسمي پاڼه یو پیغام کې کړې دي او ویلي یې دي چې خلک باید د انټرنټي خدمتونو د بندېدو اندیښنه ونه لري، ځکه دا یواځې انلاین خپرې شوې یوه شایعه ده.

په وروستیو ورځو کې یو شمېر د ټولنیزو شبکو کاروونکو اندېښنه څرګنده کړې وه چې ګواکې په هېواد کې به انټرنټ بند یا محدود شي، چې دا موضوع د بېلابېلو ښارونو اوسېدونکو ته اندیښنه پیدا کړې وه. خو د مخابراتو وزارت ویاند ټینګار کړی چې انټرنټي خدمتونه دا مهال به عادي ډول روان دي.

افغان کارونکي په وروستیو کلونو کې څو ځله د انټرنټ د بندېدو یا کمزورتیا له ستونزو سره مخ شوي، یوه داسې موضوع چې تل د خلکو له نېوکو سره مل وي. دغه اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې چې طالبان د هېواد په ځینو سیمو کې د معلوماتو ته د لاسرسي په محدودولو او کنټرول تورن شول. سره له دې چې د طالبانو چارواکو دا تورونه رد کړي، خو د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د شفافیت نشتوالی لا هم خلکو او د بیان ازادۍ څارونکو بنسټونو ته جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button