طالبانو د تهران د غونډې ګډون رد کړ

د طالبانو اداره تازه اعلان کړی چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د راتلونکې اونۍ لپاره د سیمهییزو هېوادونو د ځانګړیو استازو په غونډه کې ګډون نه کوي، سره له دې چې یادې غونډې ته یې بلنه ترلاسه کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل، ویلي چې دغه اداره د سیمې له ټولو هېوادونو سره د بېلابېلو نهادونو او لارو له لارې په دوامداره او فعاله توګه تعامل لري او د متقابل تفاهم او سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې پام وړ پرمختګونه کړي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې باور دی چې سیمهییزې همکارۍ باید د اوسنيو میکانیزمونو او چوکاټونو د پیاوړتیا له لارې پرمخ يووړل شي.
تمه ده چې یاده غونډه راتلونکې اونۍ په تهران کې جوړه شي او د پاکستان، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي به هم پکې ګډون ولري.




