د طالبانو اداره وايي چې له ۱۶۶ زرو ډېر بیرتهستنېدونکي یې د کار لپاره ثبت کړي دي

د طالبانو د ادارې د مرستیال ویاند ویلي چې د دې ادارې له خوا جوړ شوی کمیټه، چې موخه یې د بیرتهستنېدونکو لپاره د کار زمینه برابول ده، تر اوسه د ۱۶۶ زرو څخه ډېر ماهر او غیرماهر کسان ثبت کړي او د هغوی لېست یې اړوندو ادارو ته د استخدام لپاره سپارلی دی.
حمدالله فطرت د سهشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه کسان تر ثبتېدو وروسته اړوندو ادارو ته معرفي شوي دي څو که د کار فرصتونه موجود وي، هغوی په کار وګمارل شي. هغه د دندو ډول یا د استخدام موده نه ده څرګنده کړې.
د ده په وینا، په یو شمېر ولایتونو کې ۶۱۴۱ بیرتهستنېدونکو ته فني او حرفوي زدهکړې برابرې شوي دي. همدا راز، د دوو زرو نورو کسانو لېست د طالبانو تر ادارې لاندې ادارو ته د مستقیم جذب لپاره ورکړل شوی دی.
په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د اجباري او داوطلبي ستنېدو بهیر زیات شوی، خو د کاري فرصتونو کموالی لا هم د دوی لپاره یو له اصلي ستونزو څخه ګڼل کېږي. سره له دې، د طالبانو اداره لا تر اوسه د دوامدار کار او د بیرتهستنېدونکو د کاري وضعیت په اړه څرګند شمېرې نه دي خپروي، هغه موضوع چې د دې قشر د اقتصادي برخلیک په اړه اندېښنې لا پسې زیاتوي.




