د هېواد په مکاتبو کې د ۳۲ زرو څخه زيات مهاجر ماشومان ثبت شوي

د طالبانو د معارف وزارت وياند ويلي چې د ۱۴۰۴ تعليمي کال له پيل راهيسې، له ۳۲ زرو څخه زيات مهاجر ماشومان د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وړتيا د تثبيت ازموينه ورکړې او مکاتبو ته ورپېژندل شوي دي.
منصور احمد حمزه زياته کړه، دغه ماشومان د ازموينې تر سپارلو وروسته د خپلو نتيجو له مخې اړوندو ټولګيو ته ورپېژندل شوي، څو د زده کړو لړۍ يې پرمخ ولاړه شي. د هغه په وينا، دا بهير د ټول هېواد په کچه تطبيق شوی دی.
د وړتيا تثبيت ازموينه هغو ماشومانو ته اخيستل کېږي چې د مهاجرت يا د زده کړو د وقفي له امله بشپړ درسي اسناد نه لري او اړينه ده چې د دوی تعليمي کچه وټاکل شي.
له بلې خوا، يو شمېر مهاجر کورنۍ تل د زده کړو په برخه کې د لا زياتو آسانتياوو پر ضرورت ټينګار کوي او تمه لري چې د طالبانو اداره ټولو ماشومانو ته – په ځانګړي ډول په ليرې سيمو کې – د زده کړو برابر او بېخنډه لاسرسی تضمين کړي.




