د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د طالبانو ادارې په بانک معلوماتي کې د شاوخوا ۱۶۶ زره راستنېدونکو نومونه ثبت کړي

د راستنېدونکو د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې اعلان کړی چې نږدې ۷ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د ۱۶۶ زره څخه ډېر نور راستنېدونکي د طالبانو ادارې د کار بانک معلوماتي سیستم کې ثبت شوي دي. د طالبانو د ادارې د وياند مرستيال، حمدالله فطرت، دا خبره د چهارشنبې په ورځ د ایکس شبکې له لارې په يوه پیغام کې کړې ده.

نوموړي ویلي، دغه کمېټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۱۴۱ راستنېدونکو ته تخنیکي او مسلکي روزنې برابرې کړې دي. هغه زیاته کړې چې د ۱۶۶ زره ډېر ماهر او غیر ماهر راستنېدونکو معلومات د طالبانو ادارې له عمومي چارو ریاست سره شریک شوي، تر څو که د کار خالي بستونه موجود وي، هغوی جذب شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ۲ زره راستنېدونکو نوملړونه په مستقیم ډول د طالبانو ادارې یو شمېر ادارو ته د استخدام لپاره معرفي شوي، او ۷۷۲ کسان د خصوصي سکتور په همکاري د صنعتي پارکونو دندو ته ګومارل شوي دي. همدارنګه ویل شوي چې د افغان کارګرو د بهرنیو هېوادونو ته د لېږد په بهیر کې د راستنېدونکو لپاره ځانګړې ونډه په پام کې نیول شوې ده.

دا شمېرې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې ډېری راستنېدونکي د اقتصادي ستونزو، د دايمي کاري فرصتونو نشتوالي او د بنسټیزو خدمتونو د نه‌لاسه‌رسۍ له جدي ننګونو سره مخامخ دي. تر اوسه پورې د دغو دندو د وېش څرنګوالی، د انتخاب معیارونه او د استخدام د څارنې څرنګتیا په اړه روښانه جزئيات نه دي خپاره شوي او تمه کېږي چې د طالبانو اداره د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره په دې برخه کې نوره شفافیت رامنځته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button