د سیمې د همکاریو پراختیا د نشه يي توکو پر ضد مبارزې کې ټینګار وشو

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد مبارزې مرستیال د منځنۍ آسیا د سیمه ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز (CARICC) له رییس او یوه سلاکار سره د لیدنې پر مهال د افغانستان او د سیمې د هېوادونو تر منځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
عبدالرحمن منیر د دې کتنې پر مهال د CARICC پلاوي هرکلی وکړ او ویې ویل چې د طالبانو اداره، په ځانګړي ډول د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې، غواړي له ګاونډیانو او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره هر اړخیزې همکارۍ ولري او هڅه کوي دا همغږي لا پیاوړې کړي.
په مقابل کې، د منځنۍ آسیا د سیمه ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز مسوولینو ډاډ ورکړ چې د نشه يي توکو د لا اغېزمنې همغږۍ لپاره به له د طالبانو له ادارې سره همکاري وکړي.
په هممهاله توګه، د «په افغانستان کې د نشه يي توکو د استعمال ملي سروی» درېیم او وروستی جلد خپور شوی چې څرګندوي د نشه يي توکو د کارونې بڼه په هېواد کې بدلېدونکې ده. د راپور له مخې، که څه هم چرس په ۴۶ سلنه او تریاک په ۱۹ سلنه لا هم تر ټولو ډېر کارول کېږي، خو د «کا» ګولیو په ۱۱ سلنه او میتامفيتمین (شیشه) په ۷ سلنه د استعمال کچه لوړېدونکې ده.
دا سروی د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرایمو پر ضد دفتر (UNODC) او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) په ملاتړ ترسره شوې ده. UNODC په خپل تازه راپور کې هم خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نشه يي توکو استعمال د دودیزو موادو څخه مصنوعي موادو او د درملو د ناسم استعمال پر لور روان دی – هغه موضوع چې د طالبانو د ادارې د پالیسۍ او عملي ګامونو د اغېزمنتیا په اړه اندېښنې زیاتوي.




