د واشنګټن پېښه له طالبانو سره تړل؛ د طالبانو غبرګون

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر سرپرست سهیل شاهین ادعا کړې چې د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) هڅه کوي د واشنګټن وروستۍ پېښه د طالبانو ادارې ته منسوب کړي، څو د دغه حکومت نړیوال حیثیت ته زیان ورسوي.
نوموړي د یوه هندي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې کېدای شي بهرني استخباراتي شبکې پدې پېښه کې لاس ولري او هڅه وکړي چې افغانان د نړیوالې امنیت لپاره ګواښ وښيي.
سهیل شاهین دا هم ویلي چې د طالبانو اداره پر خپل هغه دریځ ولاړه ده چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر ضد بریدونه ونه شي او هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ور نه کړل شي چې له افغان خاورې څخه فرامرزي حملې ترسره کړي.
که څه هم طالبان تل ادعا کوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد نه کارول کېږي، خو نړیوالو بنسټونو بیا په افغانستان کې د سختدریځو ډلو د شتون او فعالیت په اړه وار له مخې اندېښنې څرګنده کړې دي.
کارپوهان باور لري چې د طالبانو اداره د سیمې له امنیتي ادارو، په ځانګړي ډول د ISI سره د مبهمو اړیکو له امله، د جدي استخباراتي کړکېچونو په مرکز کې قرار لري. منتقدین وایي طالبان پر ځای د شفافیت، هڅه کوي هر ځل مسئولیت له ځانه لرې کړي او نور متهم کړي، حال دا چې د سیمې امنیتي مسئولیت ور ترغاړې دی.




