د طالبانو غبرګون د امريکا پرېکړې ته؛ دغه اقدام يې د افسوس وړ وباله

د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزارت د امريکا د متحدو ايالاتو وروستۍ پرېکړه چې افغانستان د «ناسم توقيف» ملاتړ کوونکو هېوادونو په لېست کې شامل کړی، د افسوس وړ بللې او رد کړې ده. دا پرېکړه د واشنګټن له خوا داسې مهال شوې چې په افغانستان کې د بهرنيو وګړو د نيولو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
په يوه اعلاميه کې چې د ياد وزارت له خوا خپره شوې، راغلي چې د طالبانو اداره د هېڅ هېواد هيڅ وګړی د سياسي معاملو د وسيلې په توګه نه دی نيولی. د دې ادارې په وينا، يو شمېر کسان د نافذو قوانينو د سرغړونې په تور نيول شوي او په ډېرو مواردو کې د قانوني بهير تر بشپړېدو وروسته خوشې شوي دي.
د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزارت همدارنګه ويلي چې په تېرو دولسو مياشتو کې د قطر د منځګړيتوب له لارې د يو شمېر امريکايي وګړو په اړه «د ښه نيت ګامونه» پورته شوي، خو د دغو اقداماتو جزئيات نه دي څرګند شوي.
دغه وزارت زياته کړې چې غواړي دا موضوع د روانو خبرو اترو او دوه اړخيزو اړيکو له لارې حل او فصل شي. خو منتقدين بيا بيا ټينګار کوي چې د توقيفونو په بهير کې د شفافيت نشتوالی او د قونسلي خدمتونو محدود لاسرسی جدي بشري اندېښنې راولاړوي او کولای شي د افغانستان پر بهرنيو اړيکو او د کورنيو وګړو پر وضعيت اغېز وکړي.




