سياستمهم خبرونه

د پاکستان بریدونو ته د طالبانو توند غبرګون؛ وايي په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي

د طالبانو د واکمنۍ د دفاع وزارت د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې، چې د ننګرهار او پکتیکا په ځینو سیمو کې ترسره شوي، اعلان کړی چې دا اقدام د پاکستان د پوځي رژیم «تجاوز» بولي او وايي په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي. دغه وزارت همدارنګه ویلي، د دې بریدونو په پایله کې لسګونه ملکي کسان وژل شوي دي.

په اعلامیه کې چې د دې وزارت له لوري خپره شوې، راغلي چې یاد بریدونه د افغانستان د هوايي حریم ښکاره نقض دی او له نړيوالو قوانینو، د ښې ګاونډۍ له اصولو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي. د طالبانو اداره دغه پېښه په شدیدو ټکو غندلې او دا یې «جنایت» بللی دی.

د طالبانو د واکمنۍ د دفاع وزارت ویلي، د افغانستان د خاورې ساتنه او د خلکو امنیت د دوی «شرعي او ملي» مسئولیت دی او خبرداری یې ورکړی چې د دې بریدونو ځواب به «حساب‌شوی» وي. خو وزارت د دې ځواب د وخت او څرنګوالي په اړه جزئيات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې، کله چې پاکستان د خوست پر ولایت بریدونه کړي وو، هم د طالبانو چارواکو ویلي وو چې په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي، خو تر اوسه د کوم عملي اقدام يا څرګندې نتیجې راپور نه دی ورکړل شوی. دا موضوع پوښتنې راپورته کړي چې د طالبانو اداره د پاکستان سره د سرحدي تاوتریخوالو په مدیریت کې څومره وړتیا او ستراتیژي لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button