سياستمهم خبرونه

د طالبانو د ادارې غبرګون د اسلام‌اباد د شيعه جومات بريد ته

د طالبانو د ادارې وياند ذبيح‌الله مجاهد د اسلام‌اباد پر يو شيعه جومات وروستي بريد د پاکستان د «داعش پالنې تګلارې» پايله وبلله. دا بريد شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې شوی و، چې له امله يې ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۷۰ نور ټپيان شوي دي.

مجاهد په يو راډيويي مرکه کې وويل، د داعش ډلې څخه د «استخباراتي او پټو موخو» لپاره ګټه اخيستل، په پای کې د پاکستان پر خپله زيان تمامېږي. نوموړي داعش د «لاس‌پوڅي مار» سره تشبيه کړ او زياته يې کړه، دا ډول کړنلاره نه يوازې د پاکستان د وګړو امنيت، بلکې د افغانستان ثبات ته هم ګواښ پېښوي.

د طالبانو د ادارې وياند همدارنګه د دې ادارې له خوا د پاکستاني طالبانو د تحريک (ټي‌ټي‌پي) د ملاتړ ادعا رد کړه او وويل، هېڅ وسلوال غيرمسؤول کس ته په افغانستان کې د فعاليت اجازه نه شته. دی وايي، د طالبانو اداره له وړاندې د «وزيرستاني کډوالو» د بېرته ستنولو چمتووالی اعلان کړی و، خو پاکستان دا وړانديز ونه مانه. د مجاهد په خبره، دا کسان د پاکستان د غوښتنې له مخې د ديورند کرښې ته نږدې سيمو څخه نورو برخو ته لېږدول شوي دي.

مجاهد همدارنګه د پولو د بندېدو موضوع ته هم اشاره وکړه او وويل، دا اقدام د دواړو هېوادونو سوداګر زيانمن کړي دي. نوموړي ادعا وکړه، چې پاکستان يې ډېر زيانمن شوی او ټينګار يې وکړ، تر هغو چې اسلام‌اباد ډاډ ورنه کړي، چې د سياسي بدلونونو له امله به پولې نه تړي، د هغوی د بېرته پرانيستلو اجازه به ورنه کړل شي.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره په افغانستان کې د هر ډول وسلوالو ډلو د حضور نفي کوي، خو د سيمې د تندلارو ډلو د شتون او خوځښت په اړه اندېښنې لا هم د بېلابېلو نهادونو له خوا راپورته کېږي، موضوع چې د کابل او اسلام‌اباد پر اړيکو سيوری غوړولی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button