اقتصادمهم خبرونه

طالبان: د څلورو بندرونو له لارې د رېل ګاډي انتقالات پرته له ځنډ دوام لري

د طالبانو د عامه‌فوایدو وزارت اعلان کړی چې د هېواد په څلورو بندرونو کې د صادراتي او وارداتي توکو د رېل ګاډي له لارې د انتقال بهیر په عادي توګه روان دی او په دې برخه کې هېڅ‌ ډول ځنډ نه دی رامنځته شوی.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي چې یوازې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې شاوخوا ۱۲۷ زره او ۶۵۰ ټنه توکي د رېل ګاډي له لارې لېږدول شوي، چې یوه برخه یې د افغانستان د صادراتو پورې تړاو لري.

د نوموړي په وینا، د یادې مودې په ترڅ کې تر ټولو زیات توکي د بلخ ولایت د حیرتان له بندر څخه لېږدول شوي چې اندازه یې ۸۸ زره او ۱۸۶ ټنو ته رسېږي. حیرتان د هېواد له مهمو سوداګریزو دهلېزونو څخه شمېرل کېږي او د سیمې له هېوادونو سره په راکړه ورکړه کې مهم رول لري.

د عامه‌فوایدو وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې په همدې موده کې ۲۶۵ ټنه د افغانستان صادراتي توکي هم د رېل ګاډي له لارې له هېواده بهر ته لېږدول شوي دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د انتقالاتو د عادي بهیر خبره کوي، سوداګر بیا له وړاندې ځلونو راهیسې د لا زیات شفافیت، د ټرانزیټي مصارفو د راکمولو او د بندرونو د عملي اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی؛ هغه موضوعات چې د دوی په باور کولی شي د هېواد د اقتصاد د ودې په برخه کې د رېل پټلۍ رول لا پیاوړی کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button