په قطر کې د طالبانو د سفارت سرپرست د اروپا د سولې انسټیټیوټ له سلاکار سره ولیدل

د طالبانو اړوند سفارت په قطر کې ویلي چې د یاد سفارت سرپرست سهیل شاهین د اروپا د سولې انسټیټیوټ له لوړپوړي سلاکار پاتریک دیوریس سره لیدنه کړې ده. د دغې لیدنې پر مهال دواړو لورو د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ د اړیکو، د باور جوړونې پر لارو چارو او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر رول خبرې کړې دي.
د سفارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په خبرو کې سیمهییز مسائل، په افغانستان کې د اروپایي هېوادونو د احتمالي پانګونې فرصتونه او د دوهاړخیزو اړیکو د ښه والي لارې مرکزې موضوعات وو.
خو شنونکي وایي، د طالبانو د حکومت نشتوالي نړیوال مشروعیت او په هېواد کې د پراخو ازادیو محدودیتونه د نړیوالې ټولنې سره د باور جوړونې او بهرنیو پانګونو د جلب اصلي خنډونه دي.
د اروپا د سولې انسټیټیوټ یو له معتبره بنسټونو څخه دی چې د سیاسي خبرو اترو د تحلیل او اسانتیا په برخه کې کار کوي، او دغه لیدنه کېدای شي له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د وضعیت د بیا کتنې په محدوده کې، یو غیر رسمي اقدام وګڼل شي.




