په خوست کې د طالبانو محکمې د ۳۶ کسانو عامه شلاق وهل حکم کړی

د طالبانو د ادارې عالي محکمه وايي چې د دوشنبې په ورځ، د سلواغې په شپږمه، لږ تر لږه ۳۶ کسان په خوست ولایت کې د خلکو په وړاندې شلاق وهل شوي دي. د دې اعلامیې له مخې، هر یو تن ته تر ۱۰ تر ۳۹ پورې د شلاقو سزا ورکړل شوې او د یوه تر دوو کلونو پورې د تنفیذي بند حکم پرې شوی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې له دې ادارې خپره شوې، راغلي چې د طالبانو د ادارې ابتدائیه محکمې په خوست کې دا کسان د دوسیو له څېړلو وروسته مجازات کړي دي. پر دغو کسانو لګېدلې تورونه د مخدره موادو پېریدلو او پلور، له واده بهر اړیکې او د نارینهوو ترمنځ جنسي اړیکې ښودل شوې دي.
د عامه مجازاتو تطبیق د طالبانو د ادارې د قضایي میتود یوه برخه ده، چې له دې ډلې د بیا واک ته رسېدو وروسته په ګڼو ولایتونو کې پراخ پلي شوي دي. دا ډول کړنې تل د بشري حقونو د بنسټونو له منفي غبرګون سره مخ شوي دي.
منتقدان وايي چې دغه ډول سزاګانې، په ځانګړي ډول د خلکو په وړاندې شلاق وهل، د انساني کرامت او د عادلانه قضایي پروسې خلاف دي او د هېواد د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي. طالبانو تر اوسه د دې موضوع په اړه څرګنده او روښانه ځواب نه دی ورکړی.




