اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو اداره د قاچاقي مالونو د پراخې وارداتو د مخنيوي خبر ورکوي

د طالبانو د ادارې د ماليې وزارت ويلي، د تېرې درې اونۍ په موده کې د ګمرکونو عمومي رياست د هېواد په يو شمېر پولو ولايتونو کې د قاچاق په ډول د يو شمېر توکو له داخلېدو مخه نيولې ده. د دې وزارت په وينا، دغه عمليات د ګرځنده څارنيزو ټيمونو له خوا په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي دي.

د خپره شوې خبرپاڼې له مخې، ياد توکي په کندهار، نيمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولايتونو کې نيول شوي دي. چارواکي وايي، قاچاقبران هڅه کوله چې دا توکي پرته له ګمرکي محصولاتو او پټ ډول د کورنيو بازارونو ته داخل کړي.

په ضبط شويو توکو کې ۴۷ زره او ۴۰۰ کيلوګرامه درمل، ۳۴ ټنه وریجې، ۱۱ ټنه چاکلېټ، ۸ ټنه ملايي، سلګونه کيلوګرامه رب، اچار، کجوړې او پنېر، همدارنګه ۴ ټنه نوې جامې او ۲.۵ ټنه ټوټې شاملې دي. د ماليې وزارت وايي، دا توکي له تورنو کسانو سره يوځای اړوندو ګمرکونو ته د قانوني مراحلو لپاره سپارل شوي دي.

دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د رمضان مياشتې له رارسېدو سره د هېواد په بازارونو کې د لومړنيو موادو بيې يو ځل بيا لوړې شوې دي. ځينې اقتصادي شنونکي ټينګار کوي چې د اغېزمنې څارنې او شفافې بازار مديريت د نشتوالي له امله، هم د بيې د لوړوالي او هم د قاچاق د پراخېدو زمينه برابريږي؛ يو موضوع چې د طالبانو ادارې له خوا عملي ګامونو او روښانه ځواب ته اړتيا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button